د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستيال مجیب الرحمن عمر اخندزاده تېره ورځ د ترکیې په انقره ښار کې د بندونو، کانالونو او اوبهرسونې په ډیزاین کې له تخصصي شرکتونو لیدنه کړې ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي اخندزاده د لیدنې په ترڅ کې د DOLSAR ترکي شرکت له رئیس عرفان اکير سره په کتنه کې د یاد شرکت تخنیکي ټیم د بندونو د ډیزاین په برخه کې مفصل بحث او خبرې کړې دي.
یاد شرکت په افریقايي او اسیایي هېوادونو کې د بندونو په ډیزاین او تطبیق کې ۳۷ کلنه تجربه لري. د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستيال د افغانستان د پانګونې، پروژو د تطبیق او بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او د ترکي شرکت مشر هم له افغان لوري سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.