ډېر لوستل شوي

د افغانستان او تاتارستان خصوصي سکتورونو ترمنځ سوداګريزه هوکړه وشوه

د افغانستان او د تاتارستان جمهوریت د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه هوکړه وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه هوکړه د سرپرست وزير نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزير د مرستیال اولیګ کوروبچینکو په حضور کې لاسلیک شوه.

د خبرپانې له مخې، دغه هوکړې د تېلو، ساختماني توکو، برېښنايي وسایلو، د چورلکو د توليد، د اوبو مدیریت، فلزاتو، ذوب او نورو صنعتي برخو کې شوې دي.

نورالدین عزیزي د تاتارستان خصوصي سکتورونه په افغانستان کې د کانونو، زراعت او طبی بوټو په برخو کې پانګونې ته رابللي دي.

د تاتارستان چارواکو د افغانستان پلاوي ته د دغه جمهوریت د نفتو په نندارتون کې چې د اګست پر ۲۶مه نېټه ترسره کېږي، بلنه ورکړې ده.

اړوند خبرونه