د امریکا په جورجیا ایالت کې د فورت استوارت په پوځي مرکز کې یو امریکایي پوځي پر خپلو پوځي همخدمتو ډزې کړې دي.
د سیانان د راپور له مخې، برید کوونکی «کورنیلیوس رادفورد» نومې سرګروپ و، چې د چهارشنبې په شپه یې لږ تر لږه پنځه همقطاران په ډزو سخت ژوبل کړي.
د فورت استوارت د اردو قوماندان جان لوباس د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بریدکوونکی ژر تر ژره نیول شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، خو ټپیان د درملنې په موخه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
فورت استوارت پوځي اډه د امریکا د فعال او احتیاطي پوځیانو د روزنې یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، چې د ساوانا ښار ته نږدې موقعیت لري.