د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر کړی او ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې وکړي.
د «هندوستانتایمز او هندو» ورځپاڼو د راپور له مخې، دوال به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې د وروستي اقدام په اړه له روسي چارواکو سره مفصلې خبرې وکړي.
سره له دې چې د هند حکومت تر دې دمه په رسمي توګه د دې لیدنې جزئیات نهدي خپاره کړي، خو هندي رسنۍ دا سفر د سیمې د سیاسي تعاملاتو لپاره مهم بولي.