ډېر لوستل شوي

د کونړ يوه ځنګل کې لګېدلی اور له درېيو ورځو راهیسې دوام لري

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په غریزو سیمو کې لګېدلی اور تر درېیمې ورځې هم لا نه دی قابو شوی او تر دې دمه یې نږدې ۱۲ کیلومتره ځنګل سوزولی دی.

د ناړۍ ولسوال امین الله شهاب وايي، اور د ولسوالۍ په لرې پراته ډولۍ خوړ غرونو کې لګېدلی، چې د بادونو له امله يې لمن شېبه په شېبه پراخېږي.

 ښاغلي شهاب زیاته کړې، د اور وژنې هېڅ امکانات نشته او ځایي خلک یې په نشتو امکاناتو د مهار هڅې کوي.

د ولسوال په وینا، د اړوندو ادارو څخه یې د مرستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه څه نه دي ور رسېدلي.

شهاب خبرداری ورکوي که د اور مهار لپاره ژر اقدامات و نه شي؛ نو نور پراخ زیانونه به هم واوړي. د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند، خو ځایي چارواکي وايي چې دا ډول اورونه اکثر د شپنو یا د ډبرو سکرو جوړوونکو له بې‌احتیاطۍ رامنځته کېږي.

اړوند خبرونه