ډېر لوستل شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان راستنو شويو افغان کډوالو ته د کار زمينه برابروي

د رياست‌الورزا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشر محمد عبدیکر سره کتلي دي.
محمد عبديکر په دې ناسته کې ويلي، چې یاد سازمان د افغان راستنېدونکو کډوالو د مهارتونو په پېژندلو سره هڅه کوي، تر څو هغوی ته د کار زمینې برابرې کړي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د IOM مشر ژمنه کړې چې د نورو نړیوالو ادارو په همغږۍ سره راستنو شويو افغان کډوالو ته د کار فرصتونه، حرفوي مهارتونه او د دوامدار ملاتړ زمینه برابره کړي.
دغه راز په دې ناسته کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د ايستلو کچه لوړه شوې، خو اسلامي امارت دغه لړۍ په سمه توګه مديريت کړې او د کډوالو ستونزو د حل لپاره يې هڅې روانې کړې دي.
دغه لیدنه داسې مهال ترسره شوې، چې د اسلامي امارت اړوند ادارو له وړاندې د راستنېدونکو د تثبیت، ارزونې او مرستو په برخه کې هڅې دوامداره ساتلې دي.

اړوند خبرونه