نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدنه وکړي.
نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ به له دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زلنسکي سره درې اړخیزه ناسته هم ولري.
د امریکا، روسیې او اوکراین د ولسمشرانو د درې اړخیزې غونډې پلان پرون (چهارشنبې) د اروپایي ټولنې له مشرانو سره د ټرمپ په تلفوني اړیکه کې مطرح شوی دی.
د راپورونو له مخې چې ښايي دا درې اړخیزه غونډه د اوکراین جګړې د پایته رسولو په اړه وي.
د ویلو ده چې دا به له څلورو کلونو وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وي.
ټرمپ تر دې مخکې هم د روسیې له ولسمشر غوښتي وو چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې وکړي، او خبرداری یې ورکړی و چې پر اوکراین د بریدونو د دوام په صورت کې به واشنګټن پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.