سیاه دانه، چې علمي نوم یې Nigella sativa دی او په «کلونجی»، توره دانه او شونیز هم یادېږي، یو له هغو طبیعي بوټو څخه ده چې هم د دیني روایتونو او هم د ساینس له مخې په بېساري توګه روغتیایي ګټې لري.
زموږ او ستاسو پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سياه دانې په تړاو فرمايلي چې دا تخم پرته له مرګه د هرې ناروغۍ درمل دي.
سیاه دانه د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، د شکر، فشار، کولیسټرول او التهاب ضد خاصیتونه لري او همداراز د پوستکي، ویښتو، حافظې او هاضمې لپاره هم ګټوره ده.
په دې مطلب کې به د سیاه دانې د ورځني استعمال ګټې، د تېلو اغېز، د تغذیې ارزښت او د کرنې مهم ټکي په لنډو، خو ګټورو معلوماتو کې شریک شي.
۱. د سیاه دانې روغتیايي ګټې
لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، سیاه دانه (کلونجي) د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، د شکر، فشار، کولیسټرول او التهاب ضد خاصیتونه لري او همداراز د پوستکي، ویښتو، حافظې او هاضمې لپاره هم ګټوره ده.
- د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا:
سیاه دانه د انټياکسیدان موادو په لرلو سره د بدن دفاعي ځواک زیاتوي او له ویروسي او بکتریایي ناروغیو سره مبارزه کوي. - د شکر (Diabetes) کنټرول:
د سیاه دانې منظم استعمال د وینې د شکر کچه نورمال ساتي او د انسولین اغېز زیاتوي. - د وینې فشار او کولیسټرول تنظیمول:
د تورې دانې استعمال د وینې لوړ فشار راکموي او د خراب کولیسټرول (LDL) کچه ټيټوي، چې دا د زړه د حملې خطر کموي. - د التهابونو ضد خاصیت:
سیاه دانه د بدن په بېلابېلو غړو کې د داخلي التهاب (Inflammation) مخه نیسي، چې دا د مفصلونو، روماتیزم او معدې د ستونزو لپاره خورا ګټوره ده. - د حافظې او ذهني تمرکز پیاوړتیا:
د مغذي موادو لکه B کمپلکس ویټامینونو له امله، سیاه دانه حافظه پياوړې کوي، ذهن صفا ساتي او له ذهني ستړیا سره مقابله کوي. - د تنفسي سیستم ملاتړ:
سیاه دانه د ټوخي، ستوني درد، نفس تنګي، دمې (Asthma) او زکام په درملنه کې اغېزناکه ګڼل کېږي. - د معدې او کولمو روغتیا:
د هاضمې ستونزې، معدې سوزش، ګازونه او د کولمو التهاب د سیاه دانې په مرسته آرامېږي. - د پوستکي او ویښتو ښکلا:
د سیاه دانې تېل د پوستکي التهاب، پخه، خارښت او د ویښتو تویېدو په مخنیوي کې مرسته کوي. - د سرطان ضد ځانګړتیا:
څېړنې ښيي چې د سیاه دانې یو خاص مرکب (Thymoquinone) د سرطان د حجرو وده ورو کوي او د ځینو سرطانونو د مخنیوي وړتیا لري.
۲. په افغانستان کې د سیاه دانې حاصلات – فرصتونه، اړتیاوې او ظرفیت
سیاه دانه د هغو طبیعي بوټو له ډلې ده چې په افغانستان کې کرل کېدای شي، خو د کرنې د نورو نباتاتو په پرتله یې کرکېله لاهم محدوده ده. دا نبات که څه هم د اقلیمي شرایطو سره ډېر برابر دی، خو تر ډېره یې تولیدات دودیز شکل لري او تجارتي بڼه یې نه ده غوره کړې.
- د حاصلاتو اوسنی وضعیت:
د سیاه دانې کرنه تر ډېره په محدودو سیمو کې د شخصي کروندګرو له خوا ترسره کېږي.
تر ټولو زیاتې وحشي یا نیمه طبیعي سیاه دانې د افغانستان په غرنیو ولایتونو کې پیدا کېږي، خو په غیرمنظمه توګه راټولېږي.
په بازار کې شته سیاه دانه اکثره له نورو هېوادونو وارده شوې وي، ځکه کورنۍ تولیدات د تقاضا پوره کولو ته نه رسېږي.
- هغه ولایتونه چې د سیاه دانې کرکېله پکې شونې ده:
میدان وردګ، بامیان، غور، دایکنډي، بادغیس، بلخ، فاریاب، سرپل، هرات او پکتیا — دا ټول هغه سیمې دي چې اقلیم یې د سیاه دانې د ودې لپاره مناسب بلل کېږي.
غرني اقلیم، لږ تر لږه باران، سوچه خاوره او د لمر مستقیمې وړانګې د دې نبات لپاره غوره شرایط ګڼل کېږي.
- د تولید کچه او اقتصادي ارزښت:
د یو جریب ځمکې نه تر ۴۰ – ۶۰ کیلوګرامه سیاه دانه حاصل اخیستل کېدای شي.
په کورني بازار کې د سیاه دانې بیه د کیفیت او پاکوالي له مخې فرق لري، خو د ۱ کیلو بیه تر ۵۰۰ – ۸۰۰ افغانیو پورې رسېږي.
که د کرکېلي دا بوټی په علمي توګه وکرل شي، کولای شي د وړو کروندګرو لپاره یو ښه عایداتي بدیل وي او په اوږد مهال کې د صادراتو لپاره هم ارزښت ولري.
۳. د سیاه دانې احتمالي زیانونه
سیاه دانه (کلونجی) یو له تر ټولو خوندي طبیعي بوټو څخه شمېرل کېږي، خو د هرې درملیزې مادې په څېر، په ناسم یا ډېر زیات استعمال کې ځینې احتمالي زیانونه هم لري.
- زیات استعمال د معدې حساسیت رامنځته کولی شي:
که سیاه دانه په ډېره اندازه وخوړل شي، ممکن د معدې تېزابیت، تریخوالی یا سوزش رامنځته کړي، په ځانګړي توګه هغو کسانو ته چې حساس معده لري.
- د حاملګۍ پرمهال دې له احتیاطه کار واخیستل شي:
که څه هم علمي شواهد محدود دي، خو د احتیاط له مخې، حامله ښځو ته سپارښتنه کېږي چې له ډېره استعماله ډډه وکړي، ځکه چې ممکن د رحم د عضلاتو په فعالیت اغېز وکړي.
- د شیدو ورکولو میندو لپاره پاملرنه ضروري ده:
که څه هم ځینې روغتياپالان وایي چې د شیدو په زیاتولو کې مرسته کوي، خوزیاته اندازه یې ممکن عکسالعمل ولري؛ نو باید د متخصص له مشورې وروسته وکارول شي.
- د وینې د فشار د درملو له استعمال سره یو ځای باید له پاملرنې کار واخیستل شي:
سیاه دانه طبیعي توګه د وینې فشار کموي؛ نو که څوک لا دمخه فشار کموي، ممکن نور هم راټیټ شي.
- ممکن له ځینو درملو سره تداخل ولري:
ځینې څېړنې ښيي چې سیاه دانه د ځینو درملو جذب یا اغېز بدلولی شي، لکه د وینې شریانو پراخول، انسولین یا د وینې غوړ کموونکي درمل؛ نو له دايمي درملو سره يې یو ځای استعمال باید د ډاکټر تر مشورې لاندې وي.
- د پوستکي حساسیت (په تېلو کې):
د سیاه دانې تېل د ځینو خلکو لپاره د پوستکي خارښت یا سوروالی رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول که د حساس پوست لرونکي وي؛ نو د استعمال وړاندې یې ازموینه پکار ده.
۴. سپارښتنه:
سیاه دانه د الله (ج) یو له هغو بابرکته او طبیعي نعمتونو څخه ده چې هم د وقایې (مخنیوي) او هم د درملنې لپاره کارول کېږي. د رسول الله (ص) له مبارک حدیث سره سم، دا بوټی له مرګ پرته د هرې ناروغۍ لپاره شفا ګڼل شوې ده. د سیاه دانې منظم او متوازن استعمال بدن ته دفاعي ځواک ورکوي، هاضمه پیاوړې کوي، د مزمنو ناروغیو مخه نیسي او ذهني تمرکز ته وده ورکوي. که څوک روغ وي، سیاه دانه یې بدن نور هم مقاوموي؛ که ناروغ وي، د روغېدو بهیر یې چټکوي؛ او که ستړی یا کمزوری وي، دا طبیعي دارو بدن ته نوی قوت بخښي. د استعمال لپاره غوره لاره دا ده چې هر سهار په نهاره ۵ تر ۷ دانې وژول شي، یا له شاتو سره وخوړل شي او یا یې تېل د بدن یا ویښتانو لپاره وکارول شي. خو که څوک ځانګړې ناروغۍ لري؛ نو له متخصص ډاکټر سره مشوره پکار ده. په ټوله کې، سیاه دانه نه یوازې درمل دی، بلکې د روغ ژوند لپاره یو ارزښتناک ساتونکی هم دی.