ډېر لوستل شوي

سرحدي پولیسو د هېواد بندرونو کې ۲۷ شکمن کسان نیولي

د سرحدي پولیسو عمومي رياست ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د قانون د تطبیق په موخه ۲۷ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

نوموړي اميد راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې یاد کسان د جعلکارۍ، قاچاق او نورو غيرقانوني کړنو په تړاو نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته د هغوی دوسیې اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي. د سرحدي پوليسو وياند د هوایي ډګرونو او بندرونو د خونديتوب په موخه د سرحدي پولیس د فعالیتونو له لا پياوړتيا ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه