د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار ولایت په مقام کې علماء کرامو او خطیبانو ته په جوړهشوې غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله علماء کرام قدرمن خلک بللي، خو ټینګار یې کړی چې دوی باید خپل دروند مسوولیت په سمه توګه اداء کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په دې غونډه کې ویلي: “دوه صفونه دي، چي یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلګ په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دی، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل، نو ټول خلک ورسره اصلاح کیږي او که خدای مه کړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کیږي”
د ا.ا د زعیم امیرالمؤمنین همداراز په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې چلوونکو ته دې په دې برخه کې پوهاوی ورکړل شي. په اعلامیه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین له قوله دا هم لیکل شوي چې د اسلامي امارت ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي، چې له شریعت سره تطبیق یې د علماوو او پوهانو لخوا په پوره تحقیق او دقت په بېلابېلو پړاونو کې څېړل کیږي.