د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د نږدې ۲۹۹ افغانانو د ازادېدو خبر ورکړی.
د وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا افغانان په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له بندخونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې راخوشې شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې له ۲۰ ورځو تر ۳ میاشتو پورې بندیان وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دا هم ویلي چې راخوشې شوي کسان د مرستو تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.
تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو زرګونه افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي وو.
د ویلو ده چې له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل هم په بېسارې توګه زیات شوي دي.