ډېر لوستل شوي

ډاکټر محمد نعیم د اغا خان پوهنتون له رئیس سره د همکاریو پر پراختيا خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم د اغا خان پوهنتون له رئیس ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین او د یاد بنسټ له استازو سره لیدلي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا، تعلیم، زیربناوو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لا پراختيا په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

ډاکټر نعیم د اغا خان بنسټ د اغېزمنو فعالیتونو ستاینه کړې او د افغان ډاکټرانو د مسلکي روزنې، ظرفیت لوړونې، د روغتیايي مرکزونو تجهیز او له راستنېدونکو کډوالو سره د ملاتړ په برخه کې یې د یاد بنسټ رول مهم بللی دی.

دغه راز د اغا خان بنسټ استازو ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به خپلې همکارۍ پراخې کړي او د اړتیا وړ پروژو پلي کولو ته به دوام ورکړي.

د خبرپاڼه له مخې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یاد بنسټ ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړ.

اړوند خبرونه