د نړيوالې چوپتيا تر سيورې لاندې، صهيونيستي رژيم تازه پرېکړه کړې چې د غزې ښار د بشپړ نيولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيل کړي.
د اسرائيل کابینې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه طرحه تصویب کړې، چې له مخې به یې اسرائيلي اشغالګر د غزې ښار د نیولو لپاره پوځي یرغل ته دوام او زور ورکوي.
د نتنیاهو د څرګندونو له مخې، د دې پلان موخه د حماس جهادي غورځنګ ځپل او د غزې په شمال کې د یوه امنیتي کمربند جوړول ښودل شوي.
د راپورونو له مخې، دغه عملیات به یوازې د غزې ښار پورې محدود وي او د اکتوبر له ۷مې نېټې به پیل شي، چې څو میاشتې به دوام وکړي.