ډېر لوستل شوي

د کجکي بند دروازې؛ افغان پلاوي يې د جوړېدو له چارو ليدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستيال مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده د ترکيې په سونيک شرکت کې د کجکي بند لپاره جوړېدونکو دروازو څخه ليدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، تر دې مهاله د کجکي بند څلور دروازې بشپړې شوې دي او څلور نورې لا هم د جوړېدو په حال کې دي.

سونيک شرکت د بندونو د دروازو، پایپونو او نورو هایدرومېخانیکي تجهیزاتو د تولید په برخه کې شاوخوا ۴۰ کلنه تجربه لري او پخوا یې هم د کجکي بند لپاره د اوبو رسولو دروازې جوړې کړې وې. چارواکي وايي، دغه نوې دروازې به د کجکي بند فعالیتونه لا موثره کړي او د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه