ډېر لوستل شوي

اذربایجان او ارمنستان د امریکا په منځګړیتوب د سولې تړون لاسلیک کړ

د اذربایجان او ارمنستان مشرانو تېره ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون د سپینې ماڼۍ په ودانۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف دا تړون «تاریخي» بللی او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم دا تړون د اوږدمهاله کړکېچ د حل مهم ګام ګڼلی.

ټرمپ د لاسلیک پر مهال ويلي، چې دا اقدام به د باکو او ایروان ترمنځ جګړو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

دغه پرمختګ دوه کاله وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د اذربایجان ځواکونو د ناګورنو قره‌باغ سیمه د ارمني ځواکونو له لاسه ونیوله، چې د راپورونو له مخې د شاوخوا ۱۰۰ زره ارمني وګړو د کډوالۍ لامل شوه. سره له دې، ځینې راپورونه وايي چې د قفقاز په جنوبي حوزه کې د دغه تړون لاسلیک د روسیې او ایران د اندېښنې او ناخوښۍ سبب شوی دی.

اړوند خبرونه