ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د غزې په تړاو د اشغالګر اسرائيلي رژيم وروستۍ پرېکړه غندلې

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د اشغالګرو اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د ټولې سيمې د نيولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا يې يوه خطرناکه او د اندېښنې وړ بللې ده.

د ياد وزارت وياند عبدالقهار بلخي اميد راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د صهيونيست رژيم دا پرېکړه به د جګړې د غځېدو لامل شي او د فلسطيني ولس بشري کړکېچ به لا پراخ کړي.

وزارت په نړيوالو ښکېلو لوريو غږ کړی، چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسووليت اداکړي او پرېنږدي چې په ياده سيمه کې بشري کړکېچ لا پراخ شي. د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې له اغيزمنو لوريو غوښتي، چې د غزې په تړانګه کې دې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمينه برابره کړي.

اړوند خبرونه