د امريکا په اتلانتا ايالت شمال خيتځ کې يوه وسلهوال کس د روغتون دننه ډزې کړي او یو امريکايي افسر يې وژلی دی.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د پوليسو په حواله ويلي، بریدګر چې باور یې درلود د کرونا واکسین یې ناروغي زیاته کړې، پرون جمعه په اموري روغتون کې ډزې کړې.
ويلکېږي، تر پېښې وروسته د بریدګر جسد د روغتون په دویم پوړ کې موندل شوی، خو لا روښانه نه ده چې هغه د چا له لوري وژل شوی.
سیمهییزو چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه درې میله وسله هم ترلاسه شوې ده. د ويلو ده، په دې وروستیو کې په امریکا کې وسلهوال بریدونه په ځانګړي توګه پر دولتي او امنيتي کارکوونکو ډېر شوي دي.