د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې پاکستان او افغانستان په رسمي توګه خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړې دي.
د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې نن د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له قوله خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو شارژدافیرانو په دوه اړخیزه هوکړه کې د سفیر مقام ته ارتقا کړې ده.
نوموړي دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو په لړ کې مهم بللی دی.
د دود له مخې سفیران باید خپل باور لیک د کوربه هېواد مشرتابه ته وړاندې کړي، خو پاکستاني لوري څرګنده کړې چې په دې برخه کې ځانګړو تشریفاتو ته اړتیا نشته.