د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د ټرمپ او پوتین ترمنځ راتلونکې پلان شوې ليدنه او ناسته په کلکه غندلې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې له اوکراین پرته هر ډول خبرې او پرېکړې به د سولې پر ضد او بېپایلې وي.
زلنسکي په خپل ټلیګرام پاڼه کې څرګنده کړې چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د هېواد د اساسي قانون برخه ده او د دغې غونډې موضوع نه شي کېدای.
هغه زیاته کړې چې اوکراين به روسیې ته نه کومه ډالۍ او نه به هم خپله خاوره ورکړي. په ورته وخت کې د اوکراین چارواکو ویلي، ښایي کیف ونه شي کړای چې خپلې له لاسه وتلې سیمې د جګړې له لارې بېرته ترلاسه کړي.