د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست خبر ورکړی، چې په شپږو ګمرکونو کې ټول ۲۱۵ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې دي.
دغه امنيتي کامرې په تورخم، ډنډې پټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر او د ګمرکونو عمومي ریاست د لابراتوار په برخه کې ځای پر ځای شوې دي.
چارواکي وايي، د امنیتي کامرو له نصب سره به نه یوازې د امنیت په برخه کې، بلکې د ګمرکي سرغړونو د مخنیوي او د پېښو د کنټرول په برخه کې هم د پام وړ مثبت بدلون راشي.
ټاکل شوې دغه سیستمونه به ډېر ژر له مرکز کابل سره هم ونښلول شي. یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په اسلامکلا او تورغونډۍ ګمرکونو کې هم ورته امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې وې.