ډېر لوستل شوي

“د هېوادوالو هر ډول ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسوولیت دی”

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهل تشیع علماوو او متنفذینو له استازو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.  

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کتنه نن (یکشنبې، زمري ۱۹مه) په ارګ شوې او راغلو استازو د راستنېدونکو افغانانو لپاره په هرات، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سرپناه ستونزې ته د رسېدنې، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو او د نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا په موخه خپل مشخص وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې دي. 

د دوی په وینا، “اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي، ورسره نېک روابط لري او تر سیوري لاندې یې په ښه تفاهم او تعامل په ژوند خوښ دي.”

په دې کتنه کې ملا عبدالواسع ویلي چې ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه خپل مسوولیت بولي. نوموړي د اهل تشیع علماوو او متنفذینو د هر وړاندیز په اړه مشخصې لارښوونې کړې او د هغوی ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه