زرګونه اسرائيليانو په تل ابیب کې د غزې په تړاو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نوي پلان پر ضد لاریون ته وتلي، چې پکې د برمته شویو کسانو د تبادلې غوښتنه هم شوې ده.
د رویټرز راپور له مخې، لاريون کوونکو په غزه کې د جګړې د سملاسي پایته رسېدو ملاتړ کوي او غواړي چې ۵۰ برمته شوي اسرائيليان ازاد شي.
بل لور ته، د اسرائيل امنیتي کابینې پرېکړه کړې چې په غزه کې به عملیات پراخ کړي او د سیمې بشپړ کنټرول به ترلاسه کړي، خو دغې پرېکړې د غزې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.