زڼکۍ یا زیره، چې علمي نوم یې Cuminum cyminum دی، د نړۍ له پخوانیو طبیعي بوټو څخه شمېرل کېږي. دا ارزانه او په هر پخلنځي کې موندل کېدونکی مصالهيي تخم، یوازې د خوړو د خوند زیاتولو لپاره نه کارېږي، بلکې د انسان پر روغتیا هم ژور او ارزښتناک اغېز لري. د مدیترانې، مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو کې زرګونه کلونه وړاندې د دې بوټي کرکېله پېل شوې او د دودیزو درملو برخه یې ګرځېدلې ده.
ننسبا، له عصري طب سره یو ځای دودیزې تجربې دا ثابتوي، چې په زڼکۍ کې انټياکسیدنټ، انټيبکتریال، ضد التهاب او انزایمي خواص شته، چې د هاضمې د سیستم تقویه، د بدن د دفاعي ځواک لوړوالی، د شکرې او کولیسټرول کنټرول، د چاغښت کمول، د خولې بدبويي له منځه وړل او حتی له نشو څخه د مخنیوي په برخه کې هم رغنده رول لوبولی شي.
د زېرې یا زڼکۍ جادويي اغېز هغه مهال لا زیات عملي کېږي، کله چې د دې تخم اوبه په نهاره وڅښل شي. د طب او تغذیې متخصصین وایي، زېرې نه یوازې د روغتیا ساتنې لپاره یو طبعي تقویتي ماده ده، بلکې د ورځني ژوند یوه ساده، ارزانه او خوندي نسخه هم ده.
۱. د زڼکۍ (زيرې) روغتيايي ګټې
لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، ننسبا له عصري طب سره یو ځای دودیزو تجربو هم دا ثابته کړې چې زيره د انسان روغتيا ته ګڼې روغتيايي ګټې لري.
• د هاضمې د سیستم پیاوړتیا:
زڼکۍ د هاضمې انزایمونه فعالوي او د خوړو د هضم بهیر چټکوي.
د دې تخم کارمینیټیو (Carminative) خاصیتونه لري، چې ګازونه، د خېټې دروندوالی، قبض او بد هاضمي له منځه وړي. له همدې امله، په نهاره د زڼکۍ اوبه د هاضمې تر ټولو غوره لاره ده.
• د تیزابیت او سینې د سوخت درملنه:
د زېرې اوبه د سینې سوخت، تیزابیت او د معدې بېقراري آراموي. دا د بدن د pH تعادل ساتي او د ډېرو خوړو یا خراب هضم له امله د منځته راتلونکو نارامیو مخه نیسي.
• د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي:
زڼکۍ، ویټامین C، وسپنه او انټياکسیدنټونه لري، چې د بدن معافیتي ځواک ته قوت ورکوي. دا د زکام، والګې او عامو سړې ناروغیو پر وړاندې محافظت چمتو کوي.
• د شکرې کنټرول:
زڼکۍ د وینې د شکر کچه ټيټوي، د انسولین حساسیت لوړوي او د ګلایکوسیلیټ هیموګلوبین کچه راکموي. دا د شکر دواړو ډولونو ناروغانو لپاره طبیعي مرسته کوونکي ماده ګڼل کېږي.
• د وزن په کمولو مرسته کوي:
څېړنې ښيي چې زڼکۍ د بدن چاغښت (خصوصاً د ملا شاوخوا غوړ) کموي. دا د وینې شکر تنظیموي، اشتها کنټرولوي او د خوړو هضم چټکوي. له همدې امله د وزن کمولو پلان کې مهم ځای لري.
• د خراب کولیسټرول کمول:
زڼکۍ کې هایپولیپیډیمیک مرکبات شته چې د خراب کولیسټرول (LDL) کچه ټیټوي او د ښه کولیسټرول (HDL) ملاتړ کوي. دا د زړه د ناروغیو خطر کموي.
• د خولې بد بوی له منځه وړي:
که څه هم د خولې بد بوی ممکن د خولې له پاکوالي سره تړاو ونه لري، خو د هاضمې او کولمو ستونزې يې یو عمده لامل دی. زڼکۍ د هاضمې ستونزې له منځه وړي، له همدې امله د خولې بوی هم ختموي.
• له التهاب او حساسیتونو خلاصون:
زڼکۍ انټيانفلامېټورې او انټياکسیډنټ خاصیتونه لري چې د بدن داخلي التهابونه کموي، د پوستکي حساسیت او بدن دردونو ته آرام ورکوي.
• د وسپنې غټ طبیعي سرچینه:
یوه کاچوغه زڼکۍ شاوخوا ۱.۴ ملي ګرامه وسپنه لري، چې د وینې کموالي (آنیمیا)، ستړیا او کمزورۍ لپاره خورا ارزښت لري، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره.
• د کولمو سنډروم (IBS) لپاره ګټوره ده:
زڼکۍ له پړسوب، قبض او دردونو سره مرسته کوي او د کولمو بېنظمۍ کنټرولوي. له همدې امله د Irritable Bowel Syndrome لپاره طبیعي درمل ګڼل کېږي.
• د حافظې پیاوړتیا او ذهني آرامتیا:
زڼکۍ کې انټياکسیډنټ، ضد فشار او مغذي عناصر شته چې د حافظې لپاره ګټور دي. دا ذهني تمرکز زیاتوي او فشار، تشویش، یا اندېښنه کموي.
۲. په افغانستان کې د زڼکۍ کرکېله او حاصلات
زڼکۍ یا زیره، یو له هغو دودیزو او کټورو نباتاتو څخه ده چې په افغانستان کې د پخوا زمانو راهیسې کرل کېږي. دا نه یوازې د کورني بازار لپاره مهم دی، بلکې د صادراتو له پاره هم قوي ظرفیت لري.
• د کرکېلي مناسب شرایط:
زڼکۍ یو وچمزاجه نبات دی، یعنې دا بوټی د وچې هوا، لږو اوبو او ګرمو سیمو سره ښه عادت لري؛ نو په همدې اساس د افغانستان په فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند، نیمروز، ارزګان، هرات، بادغیس، بامیان او نورو ډېرو ولایتونه کې کرل کېږي.
• د کرکېلي فصل:
زڼکۍ معمولاً د حمل یا ثور میاشتې په شاوخوا کې کرل کېږي او د چنګاښ یا اسد میاشتې په پای کې حاصل ورکوي. یعنې دا یو لنډمهالی، خو ګټور نبات دی چې له ۳ تر ۴ میاشتو پورې خپل حاصل ورکوي.
• د حاصل مقدار:
د زڼکۍ حاصل له خاورې، اوبو، تخم او اقلیم سره تړاو لري، خو په عمومي توګه له هر جریبه ځمکې څخه تر ۵۰–۸۰ کیلوګرامه زڼکۍ ترلاسه کېدای شي.
• د بازار غوښتنه او صادرات:
زڼکۍ د کورني بازار ترڅنګ، پاکستان، هند، ایران، اماراتو او منځني ختیځ ته هم صادریږي. دا د افغانستان د کرنیزو صادراتو له هغو توکو څخه ده چې نړیوال بازار ته لار لري.
د ښه بوی، خالصوالي او طبعيت له امله د افغانستان زیره ځانګړی شهرت لري.
که تخنیکي بستهبندي، لابراتواري تصفیه او معیاري صادراتي پروسې ورته برابرې شي، کولای شي د سلګونه میلیونه افغانیو ارزښت ولري.
• اقتصادي ارزښت:
زڼکۍ کرکېله ډېره پانګونه نه غواړي په کمه پانګونې سره کرل کېږي د اوبو اړتیا یې کمه ده، ناروغۍ ورته ډېرې نه رسېږي او بازار یې چټک وي. له همدې امله د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره ښه بدیل ګڼل کېږي، د بزګر د عاید ښه کولو غوره وسیله ده او د ښځینه کروندګرو له لوري هم د کر وړ ده.
۳. د زڼکۍ احتمالي زیانونه او احتیاطي تدابیر:
که څه هم زڼکۍ یو طبیعي بوټی دی او ګڼې روغتیايي ګټې لري، خو لکه د هر بل شی په څېر، که له اندازې څخه زیاته یا په غلط استعمال شي؛ نو دا هم ځینې منفي اغېزې لرلای شي.
• د حمل پر مهال د احتیاط اړتیا:
د امیندوارو مېرمنو لپاره د زڼکۍ ډېر استعمال سپارښتنه نه کېږي، ځکه زڼکۍ یو ډول رحمي محرک ګڼل کېږي او د ډېر استعمال پر مهال د سقط یا د حمل د اختلالاتو سبب کېدای شي. دا هم ممکنه ده چې د ماشوم وزن یا وده اغېزمنه کړي.
• د وینې د کم فشار لامل کېدای شي:
زڼکۍ طبیعتاً د وینې فشار راټیټوي؛ نو هغه کسان چې د وينې د فشار ستونزه لري، ممکن د سر تاويدل، سستوالی، یا بېحالهګۍ تجربه کړي.
دا له بېاحتیاطۍ سره د فشار سقوط ته هم لاره هوارولای شي.
• د حساسیت یا الرجۍ رامنځته کول:
په نادره ډول، زڼکۍ کې شته فعال مرکبات ممکن په ځینو کسانو کې حساسیت پیدا کړي، چې نښې یې، د پوستکي خارښت، سوروالی یا د خولې، شونډو یا ژبې پړسوب، د ساه لنډۍ یا ستونی بندېدل ستونزه رامنځته کړي.
• د ځینې درملو سره تداخل:
زڼکۍ د شکر، د وینې رقیقوونکي درمل (Anticoagulants)، فشار ضد او ځینو درملو تأثیر کمولای یا زیاتولای شي.
• د معدې تېزاب زیاتوالی (که ډېر وخوړل شي):
که څه هم زڼکۍ د تیزابیت درملنه کوي، خو که ډېر وخوړل شي، ممکن د معدې تېزاب زیات کړي.
۴. سپارښتنه:
زڼکۍ (زیره) یو له طبیعي نعمتونو څخه ده چې هم د خوړو خوند زیاتوي او هم روغتیا ته ګڼې ګټې لري، خو دا ګټې یوازې هغه مهال اغېزمنې وي، چې زڼکۍ په اعتدال سره وکارول شي. هڅه وکړئ چې د ورځني استعمال اندازه محدود وساتئ او د امیندوارو مېرمنو، مزمنه ناروغۍ لرونکي او یا هم که تاسو کوم درمل کاروئ؛ نو د زڼکۍ له منظم استعمال مخکې له ډاکتر سره حتمي مشوره وکړئ. یاد ولرئ، حتی ګټور خواړه هم که بېمقداره وکارول شي، تاوان رسوي.