د حماس روغتیايي چارواکو خبر ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د لوږې له کبله ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له امله يې د شهيدانو شمېر ۲۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
د چارواکو په وینا، په شهيدانو شویو کې ۹۸ ماشومان هم شامل دي.
په ورته مهال، د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهيونيست رژيم په بریدونو کې ۳۸ تنه شهيدان او ۴۹۱ نور ټپیان شوي دي.
په غزه کې د شهيدانو شويو د شمېر د زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اسرائيلو کابینې د جمعې په ورځ د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اشغالګر اسرائيلي پوځيانو د غزې ښار اوسېدونکو ته د روان کال د اکتوبر تر اوومې نېټې د وتلو وروستۍ مهلت ورکړی دی.