ډېر لوستل شوي

ماليې وزارت ۱۶۶ ټانکر بې‌کيفيته تېل بېرته ورګرځولي

ماليې وزارت د تېرې چنګاښ مياشتې په ترڅ کې د هېواد له ګمرکونو څخه د ۱۶۶ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکو له بېرته ورګرځېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، د دې توکو له ډلې ۱۶۱ ټانکره ډېزل او ۲ ټانکره پېټرول له نيمروز بندره او ۳ ټانکره پېټرول له شېرخان بندره بېرته ورګرځول شوي دي.
د ماليې وزارت مسوولين ډاډ ورکړی، چې د نفتي توکو د کيفيت او څارنې رياست د ټاکل شويو متعبرو معيارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کيفيت او معياري نفتي توکو د را واردولو زمينه برابروي او د بې کيفيته نفتي موادو له واردولو په کلکه مخنيوی کوي.

اړوند خبرونه