د اسرائیلو د مالیې وزیر بزالل سموتریچ، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له نږدې متحدینو څخه ګڼل کېږي، تُندې نيوکې کړې او وايي چې د لومړي وزیر په وړتیاوو یې باور له لاسه ورکړی دی.
سموتریچ په یوه ویډیویي پیغام کې د غزې بشپړ اشغال په تړاو د امنیتي کابینې وروستۍ پرېکړه، «احمقانه او غیر منطقي» بللې ده.
د هغه په وینا، یوازې د نتنیاهو د موخې لپاره د زرګونو پوځيانو لېږل او د هغوی ژوند په خطر کې اچول، چې غواړي د حماس له جهادي غورځنګ څخه بندیان خوشې کړي، له اخلاقي پلوه ناسمه پرېکړه ده.
دا په داسې مهال ده، چې د نتنیاهو په مشرۍ امنیتي کابینې د جمعې په ورځ د غزې د اشغال پرېکړه کړې، چې په نړيواله کچه يې غبرګونونه راپارولي دي.