ډېر لوستل شوي

“په دریو ولایتونو کې ۱۷ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي”

د کورنیو چارو وزارت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په بامیان، فاریاب او میدان‌وردګ ولایتونو کې یې په نشه‌يي توکو ۱۷ روږدي د درملنې په موخه ټول کړي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دوی کې ۱۱ په فاریاب، ۵ په بامیان او یو په میدان‌وردګ ولایتونو کې ټول او اړوندو روغتیايي کمپونو ته ورپېژندل شوي دي.  

تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه روږدي د درملنې په موخه له ښارونو ټول شوي وو. 

د اسلامي امارت اړوندو ادارو له تېرو دریو کلونو راهیسې په نشه‌يي توکو سلګونه روږدي هم تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د ویلو ده چې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو پر وړاندې د اسلامي امارت دا اقدام د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوی، او له نظام غوښتل شوي چې دې برخې ته نوره پاملرنه هم وکړي.

اړوند خبرونه