ډېر لوستل شوي

تېره یوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، د روان کال د زمري مياشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې، د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه توکو انتقال شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په دې انتقالاتو کې د حیرتان بندر له لارې ۶۸ زره ۲۲۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶ زره ۲۴۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶ زره ۵۳۷ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۱۲ زره ۲۵۰ ټنه مواد شامل دي.
دا ټول نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
نوموړي په وينا، د انتقالاتو له ډلې ۵۹۷ ټنه صادرات شوي، چې په عمده برخه يې وچه میوه او د آنار جوس جوړوي.
د ټولګټو وزارت چارواکي وایي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات زیات شي، هومره کاري فرصتونه رامنځته کېږي، ملي عواید لوړېږي او اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیايي ته زمینه برابریږي.

اړوند خبرونه