ملي دفاع وزارت وایي چې د یاد وزارت اړوند د ستردرستیز توپچي ریاست د توپچيBM21 چهل میله څانګې د سرحدي قطعاتو ۳۰ منسوبین د ظرفیتلوړونې له یو میاشتنيو مسلکي زدهکړو فارغ شوي دي.
د وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا منسوبین د توپچي ریاست مرستیال، ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نور مسوولینو په شتون کې فارغ شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ملا صدیق الله مستري له قوله ویل شوي: “د توپچي مسلک د جګړې په ډګر کې مهم رول لري، که چیرې د یو هیواد توپچي ځواک قوي وي، نو هیڅ هیواد یرغل ته زړه نه ښه کوي.”
نوموړي له دغو تازه فارغشویو منسوبینو غوښتي چې پخپلو زدهکړو کې خولې تویې کړي، چې د جګړې په ډګر کې یې د وینو تویدلو مخه ونیول شي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې منسوبینو د فراغت مراسم فارغانو ته د بریلیکونو په ورکولو او دعایه کلام پایته رسېدلي دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د ملي دفاع وزارت اړوند له بېلابېلو څانګو سلګونه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.