ډېر لوستل شوي

د پکتیکا سروضې او چاربران ترمنځ لویه لار له ۴۰ کلونو وروسته بیا رغول شوې

د پکتیکا ولایت د سروضې او چاربران ولسوالیو تر منځ ۱۸ کیلومتره سړک چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې ناسم او غیرفعال و، د دې ولايت د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دويمې پلې لوا په همکارۍ بیا رغول شوی دی.
د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد اميد راډيو ته ويلي، دغه پروژه د خلکو د پرلپسې غوښتنو په اساس ترسره شوې او ډاډ یې ورکړی چې د ولسونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کوي.
د ټولګټو ریاست رئيس قارې عبدالهادي څرګنده کړې چې د سړک د بیا رغونې چارې په ۲۷ کاري ورځو کې بشپړې شوې او اوس هېوادوال پرې په اسانۍ تګ راتګ کوي.
سیمه‌ییزو اوسېدونکو د دې سړک د رغولو له پایلې خوښي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې دا کار به د ترانسپورټ ستونزې حل کړي او دغه راز به په روغتیا، مخابراتو، کرنې او نورو برخو کې هم پرمختګ راولي.

اړوند خبرونه