ډېر لوستل شوي

سمنګان کې د ۱۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ۷ پراختیایي پروژو کارونه پیل شوي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نن (دوشنبې، زمري ۲۰مه) امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په شمال، سمنګان ولایت کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو پروژو کې د استنادي دېوالونو، د اوبو ذخیرو او د پلچکونو جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژې د سمنګان د مرکز «ایبک» ښار او د یاد ولایت په «خرم‌سارباغ» ولسوالۍ کې پلې کېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو د یادو پروژو د مالي تمویل په اړه څه نه دي ویلي، خو په وینا یې چې د دغو پروژو په تطبیق سره به د یادو سیمو د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.
د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لسګونه پراختیايي پروژو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړ او د ځینو بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

اړوند خبرونه