د ایران په سیستان – بلوچستان ایالت کې درې وسله وال هغه مهال وژل شوي چې هڅه یې کوله د پولیسو یوې پوستې ته ننوزي.
د ایراني چارواکو په وینا، دغه نښته پرون د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې او په ترڅ کې یې یو پولیس افسر هم وژل شوی دی.
چارواکي وایي چې بریدګر د «جیش العدل» ډلې غړي وو، چې د دوی په وینا د ایران په سوېل لوېدیځو سیمو او د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي.