ډېر لوستل شوي

غزه کې د جګړې د لومړۍ کرښې خبریال شهيد شو

د اسرائیلو پوځ خبر ورکړی چې د غزې په یوه هوايي برید کې یې د الجزيرې خبریال انس الشریف له دې امله شهيد کړی، چې ګواکې د حماس جهادي غورځنګ غړيتوب لري.
رويټرز د بشري حقونو دفاع کوونکو په حواله ويلي، الشریف د جګړې د لومړۍ کرښې د راپورونو له امله په نښه شوی او د اسرائیلو ادعا بې بنسټه ده.
د غزې چارواکي او الجزيره ټلوېزیون وایي، ۲۸ کلن انس الشریف د الجزيرې له څلورو نورو خبریالانو او یوه مرستیال سره د شفا روغتون ختیځ ته په یوه خېمه کې د برید ښکار شوي دي.
د روغتون چارواکو د دوو نورو کسانو د شهيدانېدو خبر هم ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، چې الجزيرې ټلوېزيون د صهيونيست رژيم له لوري د خپلو څلورو خبریالانو شهيدانېدل په کلکو ټکو غندلي او دا يې د بيان د ازادۍ پر وړاندې ښکاره تېری او د خبریالانو د خونديتوب له نړیوالو اصولو سره ښکاره مخالفت بللی دی.

اړوند خبرونه