د ملګرو ملتونو د بیامېشتېدنې پروګرام له راستنېدونکو څخه پر نړیوال ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به د داخلي بېځایهکېدو مخه ونیول شي.
دې ادارې ویلي چې که نړۍ له راستنېدونکو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، هغوی به د ځان به خپل کورونه او راتلونکی ژوند جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي. د راپورونو له مخې چې په تېرو نږدې د دریو میاشتو کې یوازې له ایران څخه شاوخوا یو نیم میلیون افغانان راستانه شوي دي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ اړوند د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغانانو ایستل ودروي، خو ایراني او پاکستاني چارواکو له دغو هېوادونو څخه د ټولو کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
بلخوا د اسلامي امارت د کډوالو چارو اړوندو ادارو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه د راستنېدونکو بهیر په ښه ښکل مدیریت شوی دی.