د ننګرهار کانال امارتي شرکت مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د خُرما بڼ حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه شوي، او سږ کال به تر ۲۲ ټنه پورې حاصلات راټول شي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې د یاد شرکت د مسوولینو له قوله ویل شوي چې په یادو بڼونو کې ۲ زره ۷۰۰ د خُرما بوټي کېنول شوي چې اوس یې حاصلات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د ننګرهار کانال امارتي شرکت ویاند، سید همایون غریب مل امید راډیو ته ویلي: “څو کاله وړاندې د هډې فارم په څه د پاسه پنځه شپېته جریبه ځمکه د خرما دوه زره اووه سوه بوټي کېنول شوي وو چې سږ کال یې د احاصلاتو اټکل دویشت ټنو ښودل شوی چې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتولی پکې راغلی دی.”
بلخوا د دغه بڼ مسلکي کارکوونکو، شیرافضل او مبین خان له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي، د خوښۍ احساس کوي ځکه په هېواد کې د یوې داسې میوې د بڼ په پالنه باندې بوخت دي چې خلک ورته ګڼې هیلې لري.
د دوی په وینا: “همدا بڼ به یو وخت د خُرما دومره میوه ورکوي چې اړتیا به نه وي چې له نورو هېوادونو را وارد شي او په راتلوونکي کې به هېواد د خُرما حاصلاتو له پلوه پر ځانبسیا وي.”
په ورته وخت کې د خُرما بڼ مسوول، عبدالقیوم اطرافي امید راډیو ته ویلي چې هغه په یوه داسې مېوه پانګونه کړې چې په ننګرهار کې یې پیل ډېر ښه دی، ځکه د یاد ولایت اب و هوا ورته له مسلکي اړخه ډېره مناسبه ده.
نوموړي دا هم ویلي چې له دغه بڼ نه یوازې دا چې میوه اخیستل کېږي، بلکې هر کال د هېواد ځینو سیمو ته زرګونه نېالګي لېږدوي، تر څو نور خلک هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.

