ډېر لوستل شوي

د زمري ۲۴مه د پياوړي هوډ او لویو ارمانونو د پالنې ورځ

افغان ولس د اشغال د خاتمې پخې تجربې لري او د پردیو ښکېلاک پر وړاندې جذبه پکې له نیکونو نیکونو ورپاتې ده. په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې صلیبي لښکرو پر ګران هېواد چپاو راوړ او هېواد د ښکېلاکګرو په ګورت کې ولوېد. د اشغال کرغېړن سیوری پر هرې برخې پرېوت. له هغه مهال وروسته چې صلیبي لښکرې پر هېواد راماتې شوې، نه یوازې نظامي، سیاسي، اقتصادي او ځمکنۍ خپلواکي مو له لاسه ورکړه؛ بلکې تر ټولو ډېر اغېز یې پر کلتوري اړخ څرګند شو او له اسلامي ـ افغاني ارزښتونو د افغانانو د پردي کېدو هڅې وشوې. اشغالګرو د افغانانو له هویت او اسلامي مقدساتو سره خپله دوښمني اعلان کړه، هممهاله یې د ځوانانو او پېغلو د بېلارۍ او ګمراهۍ لپاره ډول ډول پلانونه پر لاره واچول. دا چې افغانانو د اشغالګرو پر خلاف پخه اوږده تجربه لرله؛ نو د صلیبي لښکرو ظلم او وحشت ته لاس تر زنې کېنناستل؛ بلکې لاس په کار شول او خپل دیني ـ افغاني غیرت یوازې نندارې ته نه پرېښودل. د افغانانو د جهاد پخوانی هوډ بیاځلې راژوندی شو او د صلیبي لښکرو پر خلاف هره ونه، ډبره او ناو مورچه وګرځېد. د امریکا په مشرۍ ناټو یرغلګرو د افغانانو ذهنونه تسخیر کړي وو او تبلیغاتي جګړو یې ټول هېواد پر سر اخیستی و. د صلیبي لښکرو پر خلاف یوازې وړه خبره هم د مرګ په بیه تمامېده او په رواني ـ فزیکي لحاظ ډېر لږ خلک تیار وو چې د دوی پر وړاندې مبارزه وکړي. وخت په تېزۍ سره تېرېده، د یرغلګرو پر خلاف د ولس جمعي کرکه په څپو شوه، افغانانو په خپل کلي کور کې د پردیو شتون نه شوای زغملی او خپله وړه همکاري یې هم د هېواد د ازادۍ په پار نه سپموله. کابو دوې لسیزې پر هېواد د وحشت ټغر خپور وو، د ځوانانو سرونه تل شول، میندې بورې شوې او پیغلې آن د درېیم او څلورم ځل لپاره هم کونډې شوې.

دې اوږدمهالې او د اور ـ وینو سیالۍ امریکا او نور متحدین به ګونډو کړل او په تاریخي لحاظ یې خپله ناتواني ثابته کړه. تاسو د دوی دا ناکامي په هغو خطابو او ویناوو کې لیدلی شئ چې د دوی چارواکي یې کوي او هره دویمه خبره یې د بګرام پر وتو او هلته د وسلو پر پاتې کېدو راڅرخي…. دا جګړه چې د ناټو او امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ترخه تجربه وه، زرګونه اشغالګر یې ووژل شول، زرګونه ټپیان شول او پر میلیاردو ډالرو شتمني یې خاورې ایرې شوه. د صلیبي ځواک په ماتې سره د اشغال لمن له افغانستان ټوله شوه او هېواد یو ځل بیا د خپلواکۍ ساه واخیسته. هېواد له بلواکۍ ازاد شو او د حکومتولۍ واګې د هغو افغانانو لاسونو ته ورغلې چې د ولس له منځه راټوکېدلي وو.

د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره سرتاسري امنیت تامین شو او هر ډول ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شو. هېواد د ابادۍ او صنعتي کېدو پر لور ګامونه ګړندي کړل او دا دی اوس ورځ په ورځ د ځان بسیاینې پر لور نږدې کېدونکي یو. د لویو او ملي پروژو څخه نیولې، د انرژۍ تر تامین، د نشه یي توکو د کرکیلې او پېر پلور صفر کول، د معتادینو ټولونه او درملنه، د سوالګرو راټولول او باقاعده معاش ورته ټاکل، سوالګرو او نشه یانو ته د حرفوي زده کړو زمینې، د لويو لارو او پلونو بيا رغونه، د لويو او کوچنيو بندونو جوړول، په معياري توګه د ځمکې لاندې معدنونو اکتشاف او استخراج، د صنعتي ښارګوټو جوړېدنه او د ځمکو تشخیص، د امارتي ځمکو د غصب څخه د مخنيوي په پار منظمې هڅې، د ملي عوایدو زياتوالی، کار کوونکو ته له خپلې داخلي بوديجې څخه د هغوی د معاشونو ورکړه، د افغانۍ ارزښت لوړول، اقتصادي وده، له کورنۍ بودیجې د سترو پروژو پيلول، د بیو کنټرول، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخه کې کوټلي ګامونه، د کورنیو تولیداتو وده او ملاتړ، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د پولو ساتنه، له ګاونډيو د کډوالو د راتګ غوره مدیریت، د زعفرانو او نورو بديلو ونو او بوټو کرکيله، د اوبو د مدیریت هڅې او نورې بې شمېره لاسته راوړنې او هڅې د افغان حکومت پر رښتینتابه او اخلاص دلالت کوي.

د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د عطف نقطه او داسې یوه ورځ ده چې د افغان ولس راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي. همدا ورځ به د راتلونکو نسلونو لپاره د سرښندنې، خپلواکۍ، او وقار بشپړ سمبول وي. دا ورځ نه یوازې د افغان معاصر تاریخ برخه ګرځېدونکې ده؛ بلکې ویلی شو چې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې هم مهمه ورځ ده او د اسلامي نړۍ په کتابونو کې به د یویشتمې پېړۍ درېیمه لسیزه د کفري استکبار د ماتې ورځ بلل کیږي. دا ورځ یوازې یوه ورځ نه ده؛ بلکې د افغان ملت د وحدت، ملي هوډ او د شل کلن وحشت د فاتحې اخیستلو ورځ ده.

د زمري ۲۴مه له ځان سره کوم پیغامونه لري؟

د زمري ۲۴مه نړۍ ته دا واضح پیغام ورکوي چې افغان ملت په خپله خاوره کې پردی اشغال نه شي منلی او په وینه کې یې له بلواکۍ سره مبارزه نغښتې ده. دا ورځ همداراز دا پیغام له ځان سره لري چې ملي یووالی باید تل ټینګ وساتل شي، د دوښمن په لاس د اختلافاتو بوټي له بېخه وباسو او ټول افغانانو پر یوه ټغر سره راټول شو.

همدارنګه دا باید ومنو چې د خپلواکۍ د ساتنې په پار نوې ټکنالوژۍ او ځان بسیاینې ته اړتیا لرو د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یوازې وسلې نه؛ بلکې پیاوړي سیاست، علم، اقتصاد، همغږۍ او یووالي ته اهمیت ورکړو. د زمري ۲۴مه دا راښیي چې مبارزه تل په واحد او نه‌جلاکېدونکي صف کامیابېدونکې ده. مبارزه به په همغږۍ کېږي، د ملګرو له پاشلتیا به ډډه کیږي او همدارنګه به خپل صف د بهرنیانو له لاسوهنې لرې ساتې. د زمري ۲۴مه یو ستر پیغام دا لري چې باطل تل ماتېدونکی دی. د حق مبارزین له صفره شروع کوي او بالاخره خپله مبارزه د ازادۍ پر پوله دروي.

د زمري ۲۴مه دا راښیي چې د ملت د ټولیزې ارادې پر خلاف له ښکېلاکګرو سره درېدل او د دوی مرسته له ځان سره تاریخي رسوایي لري. بشري تاریخ دا راپه ګوته کوي چې تر ټولو بد انسانان هغوی دي چې تل د ملت د ارادې او اسلامي ارزښتونو په ضد درېدلي.

پایله

د پایلې په ډول ویلی شو چې د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې الله تعالی د خپلو کمزوریو خو د کلک عزم او هوډ درلودونکو انسانانو په لاس د وخت زبرځواک مات کړ او هغه خوبونه یې لاهو شول چې نور مسلمان ولسونه به هم تر خپل اشغال لاندې راولي. د زمري څلورویشتمه یوازې د افغان ملت د ویاړ ورځ نه ده؛ بلکې له دې ورځې سره موږ ټولو ته ستر مسوولیت هم راله غاړې دی. ددې ورځې یاد موږ ته تېرې دربدرۍ، شهیدان، کونډې او یتیمان سترګو ته دروي. ددې ورځې حق ددغو خلکو په لاسنیوي او سرښندنو ته یې په درناوي پر ځای کولی شو. د زمري۲۴مه د نړۍ ټولو ملتونو ته دا پیغام ورکوي چې د بلواکۍ زوال حتمي وي؛ خو دا د ولسونو په ټولیز هوډ، مبارزې او استقامت پورې تړلي وي. همداراز د زمري ۲۴مه د ازادۍ د ترلاسه کولو ورځ ده؛ خو د همدې ورځې ویاړونه خوندیتوب غواړي چې خوندیتوب یې په پوره ژمنتیا، سیاسي ځیرکتیا، ساینسي پرمختګ او ملي وحدت سره کیږي.

اړوند خبرونه