ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د ريکشو د تولید پر جوړې شوې طرحې بحث شوی

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د اداري کمېسيون ناسته د دې کمېسيون د غړو په ګډون شوې ده.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې شوي.

خبرپاڼه زياتوې، په دې غونډه کې دغه راز د عامې روغتيا، لوړو زده کړو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لوري په افغانستان کې د ريکشو د تولید پر جوړې شوې طرحې بحث او هر اړخيزه ارزونه شوې ده.

اړوند خبرونه