د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز لوژستیک ریاست له لوري د سیمهییزو قطعو او جزوتامونو د لوژستیک ۱۰۲ مدیرانو او امرینو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد.
ياد وزارت وايي، دا پروګرام د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ کې ترسره شو.
د لوژستيک رئيس مولوي عبدالقیوم الیاس په خپلو څرګندونو کې لوژستیک د اسلامي اردو زړه بللی او ټینګار یې کړی، چې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره باید هره ممکنه هڅه وشي. نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به د ټولو قطعو او جزوتامونو لپاره یو واحد او معیاري لوژستیکي نظام رامنځته شي.
د فراغت په مراسمو کې د لوژستیک رئیس مولوي عبدالقیوم الیاس، د ملي دفاع پوهنتون درستیزوال مولوي عصمت الله احمد، د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ قوماندان مولوي عبدالناصر بې سرحده پتنګ او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود. د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه ډول روزنیز پروګرامونه د لوژستیکي چارو د اغېزمنتیا او همغږۍ د لوړولو په هدف دوام مومي.