د ریاستالوزراء د عالي مقام د شفاهي هدایت له مخې، د زمري د ۲۴مې په ویاړ، نن شپه او سبا ورځ د ټولو دولتي تفریحي پارکونو او ځایونو دروازې د عامو خلکو پر مخ په وړیا توګه پرانیستل کېږي. یاد اقدام د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د امریکا د یرغل پای ته رسېدو او د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په پار ترسره کېږي، څو خلک د ازادۍ او ملي ارزښتونو په فضا کې د خوښۍ او ویاړ احساس وکړي.