د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو مخالفت وکړي، هېواد به یې له سختو پایلو سره مخ شي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې مشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وویني. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولادیمیر پوتین د دوی تر لیدنې وروسته د جګړې د پای ته رسولو موافقه ونه کړي؛ نو روسیه به له «ډېرو سختو پایلو» سره مخ شي.
ټرمپ همدارنګه څرګنده کړې چې ډاډه نهدی د اوکراین پر ملکي وګړو د بمباریو د درولو په برخه کې به پوتین قانع کړي او که نه.