د خيبرپښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږ ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سيمهييزو چارواکو او ژغورونکو په وینا، یوازې د بونیر په ولسوالۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی، لس تنه په ګلګت بلتستان او ۱۹ نور د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکو زياته کړې، یوه چورلکه چې سېلاب ځپلو سیمو ته یې مرستې رسولې او د باجوړ په لور روانه وه، چې د خرابې هوا له امله غورځېدلی او په پایله کې یې د عملې پنځه غړي هم وژل شوي دي.
په سوات کې د سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله له ۲ زره څخه ډېر کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.
پاکستاني چارواکي خبرداری ورکوي چې د تلفاتو شمېر ښایي نور هم زیات شي.