ډېر لوستل شوي

د امریکا او روسیې مشران د «انکوریج» سرمشریزه ګټوره بولي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره تر سرمشريزې وروسته ویلي، په ډېرو موضوعاتو هوکړه شوې او یوازې لږ څه پاتې دي چې پرې بحث ته اړتیا شته.

یاده سرمشریزه چې د اوکراین د جګړې پر موضوع تمرکز وه، د اګست په ۱۵مه د الاسکا په انکوریج ښار د «ایلمیندوروف» په هوایي ډګر کې ترسره شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو جزییات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو ویلي یې دي چې مذاکرات رغنده و او هیله یې څرګنده کړې چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین به د سولې د هڅو مخه ونه نیسي.

په دې غونډه کې د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکوف ګډون کړی و او د روسیې له ولسمشر پوتین سره د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او سلاکار يې یوري اوشاکوف ملګرتیا کوله.

اړوند خبرونه