د کاناډا ستر هوايي شرکت (ایر کاناډا) د خپلمنځي خبرو له ناکامېدو وروسته د خدمې غړو اعتصاب خبر ورکړی دی، چې له امله یې د جمعې تر پایه نږدې ۵۰۰ الوتنې لغوه شوې او د ۱۰۰ زرو مسافرو د سفر پلانونه ګډوډ شوي دي.
رويټرز د چارواکو په حواله ويلي، د دې اعتصاب له امله یوازې د جمعې په ورځ نږدې ۱۰۰ زره مسافر اغېزمن شوي او ۵۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.
د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۵ ميلادي کال راپدې خوا دا لومړی ځل دی چې د ياد شرکت د خدمې کارکوونکي اعتصاب کوي.
د اير کاناډا هوايي شرکت د خدمې غړو شمېر شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې يې يو هم دندې ته نه دی حاضر شوی.