ډېر لوستل شوي

د کانونو د راېستنې پروژو کې ۱۷۰ زره هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شوې

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، اوس‌مهال په هېواد کې د لوی مقياس ۲۹ او کوچني مقياس ۱۷۵ کانونه کشف او د اېستلو چارې يې روانې دي.

د ياد معاونيت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کانونو کې سرپنټين، کرومايټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، اهک، نفرايټ مرمر، مالګه، سرب او دغه راز جست، کليست، رخام، ټراورټين، د ډبرو سکاره، ياقوت، د سيمنټو خام مواد، باريت، وسپنه، مس او داسې نور منرالونه شامل دي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت زياته کړې، چې د کانونو په پروژو کې په ټوليزه توګه شاوخوا ۱۷۰ زره هېوادوالو ته په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه د کار زمينه برابره شوې ده. د يادونې وړ ده، چې افغانستان د کانونو په برخه کې يو غني هېواد دی او د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د دې برخې راېستنې ته ځانګړې پام‌لرنه شوې ده.

اړوند خبرونه