د کندهار په «دامان» ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوې جوړېشوې شبکې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې، او نږدې ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو شبکو کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۳۰ او ۲۵ متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دوو ذخیرو ترمیم، د ۱۹۸ کوچنیو نلکو او ۲۰ سولري تختو نښلول شامل دي.
ویل کېږي چې د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د اوبو رسولو په دې شبکو ۲٫۵ میلیون افغانۍ مصرف شوې دي. بلخوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو شبکو پر جوړېدو خوښ دي او ورته پروژو د پلېکېدو غوښتنه کوي.