برېښنا شرکت وایي چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر «جورابیک میرزا محمدوف» او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی، عصمت الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن به له ازبکستان څخه د راغلي استازي او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي.
راغلي استازي د امارتي شرکتونو لوی رییس، مولوي احمد جان بلال او د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ډاکټر عبدالباري عمر سره هم کتلي او د ا.ا د څلورمې کلیزې مبارکي یې ویلې ده.
برېښنا شرکت د دغو تړونونو لاسلیکول د برېښنا په وېش او پراختیا کې مهم بللي دي.
ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به د برېښنا سکتور کې د څلورو مهمو پروژو قراردادونه د افغان او ازبک چارواکو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شي.