د ا.ا ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ازبکستان د انرژۍ له وزیر «جورابیک میرزا محمدوف» سره په کتلي دي.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند له ازبیک لوري غوښتي چې د پروژو د بشپړېدو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا د ازبکستان د انرژۍ وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان اقتصادي پرمختګ غواړي، او په ښه کیفیت د برېښنا سکټور د پراختیا اړوند نننیو لاسلیکشویو پروژو تطبیق ته چمتووالی لري.
نوموړي دا هم ویلي، ازبیک لوری چمتو دی چې د انرژۍ، کرنې، کانونو، صنعت، روغتیا او د متخصصینو روزلو په برخه کې له افغان لوري سره خپلې تجربې شریکې کړي.
د ویلو ده چې نن په کابل کې ‘د برېښنا سکټور د پراختیا په موخه’ د راغلي ازبک پلاوي او د افغانستان د برېښنا شرکت ترمنځ د څلورو سترو پروژو تړونونه هم لاسلیک شول.