ډېر لوستل شوي

د کابل او تاشکند ترمنځ د برېښنا اړوند پروژو تړونونه لاسلیک شول 

نن د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس، ډاکتر عبدالباري عمر او د ازبکستان د انرژۍ وزیر «جوره بیک میرزا محمدوف» ترمنځ د څه باندې ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا اړوند تړونونه لاسلیک شول. 

د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې د کابل او تاشکند ترمنځ دا تړونونه نن (یکشنبې، زمري ۲۸مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شوي دي. 

په دې تړونونو کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د سرخان – دښت ‌الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي، د ۸۰۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ارغندي سب‌ سټېشن پراختیا، د ۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د کابل – شیخ‌مصري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخ‌مصري سب‌سټېشن جوړولو پروژې شاملې دي. 

د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د ازبکستان د انرژۍ وزیر «جوره بیک میرزا محمدوف» دا پروژې د افغانستان د صنعت د پراختیا لپاره مهمې بللې او ټینګار یې کړی چې په ټولو امکاناتو سره به دا پروژې په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.  د ویلو ده چې دا پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

اړوند خبرونه