په ننګرهار ولایت کې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د بشري او پرمختيايي مرستو موسسې له لوري د خوارځواکۍ مخنيوي او د سالمې تغذيې پروګرام پیل شوی دی.
د امید راډیو خبریال د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز په حواله ویلي چې له دغه پروګرام څخه موخه د مور او ماشوم تغذيه او په دې برخه کې عامهپوهاوی بلل شوی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار اقتصاد ریيس، مولوي عطاء الرحمن فاتح د دې پروګرام بيا پيل مهم ګام ياد کړی او پر وړاندې يې د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
د مسوولینو په وینا چې د دې پروګرام پر مټ به د کورنيو، مور او ماشوم تغذيې او درملنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ننګرهار رسنیو مرکز ویلي چې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت عامې روغتيا، يونيسف او ګڼ شمېر سکتوري او مرستندويه ادارو مسوولينو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې څرګندې کړې دي.