د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په هېواد کې د اوړو توليد ۲۰۰ کارخونې فعاليت لري، چې دا مهال د خپلې اړتيا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه توليدېږي.
د ياد معاونيت د معلوماتو له مخې، افغانستان په کلنۍ توګه شاوخوا ۶ ميليونه ټنه اوړو ته اړتيا لري، چې دمګړۍ افغانستان د خپلې اړتيا وړ ۳.۵ ميليون ټنه اوړه په کور د ننه توليدوي.
د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې يو ميليون ټنه اوړه د يادو ۲۰۰ کارخونو او پاتې نور يې د سيمهييزو ژرندو له لارې توليدېږي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت زياته کړې، په دې کارخونو کې شاوخوا ۱۵۰ ميليونه ډالرو په لګښت پانګونه شوې، چې دا مهال ۲ زره ۵۰۰ هېوادوالو ته په دايمي توګه د کار زمينه برابره شوې ده.